راشد خان پاکستان ته ورسېده، هوايي ډګر کې یې وويل پاکستان زما

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او لیګ سپېنر راشد خان د پاکستان سوپر لیګ (پي ایس ایل) اتم فصل کې د ګډون لپاره پاکستان ته رسیدلی او په نننۍ لوبه کې به ولوبېږي.

د سرچينو له مخې، راشد خان بیګا د شپې ناوخته له دوبۍ څخه کراچۍ ته رسيدلى دى او په کراچۍ کې د لاهور قلندرز لوبډلې سره يوځاى شوى دى.

راشد خان به نن د کویټه ګلیډیټرز لوبډلې پر وړاندې د کوېټې او لاهور ترمنځ د نننۍ لوبې لپاره په کراچۍ کې موجود وي او په نننۍ لوبه کې به په لوبغالي کې ولېدل شي.

د یادولو وړ ده چې د افغانستان دغه نامتو سپېنر تر دې دمه د ملي دندو یعنې متحده عربي اماراتو سره د لوبو له امله د لاهور قلندرز لوبډلې سره نه و یوځای او پاتې ټولو لوبو کې به ورسره مل وي.

هېره دې نه وي چې د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ په درې شل اوریزه لوبو لړۍ کې افغان لوبډلې ۲-۱ بریا خپله کړه او افغان لوبغاړي پي ایس ایل کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته تللي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *