راشد خان: پاکستان ته ددې سترې بریا مبارکي وايم زه د پاکستان

په نړیوال جام کې د پاکستان سفر يو ترټولو نا اټکل کېدونکی سفر و داسې چې هېچا فکر نه کاوه چې پاکستان به فائنل ته ووځي خو په حيرانونکي ډول ټول شرايط د پاکستان په ګټه را وڅرخېدل او پاکستان د نړیوال جام فاینل ته ووت.

په دې لړ کې پاکستان پرون د نوي زيلاند په وړاندې په زړه پورې لوبه وکړه او دا لوبه یې د ټولو له لوري وستايل شوه. د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړي راشد خان هم پاکستان ته مبارکي ويلې ده چې د ځينو افغانانو د غبرګون سبب شوې ده.

ځينې افغانانو د راشد خان له لوري پاکستان مبارکي ويل نا مناسب کار ویلی دی او ويلي يې دي چې کرکټ بايد د ملي ګټو په دننه وي ځينې نورو بيا دا نورمال کار بللي او ويلي يې دي چې کرکټ بايد د سياست څخه لرې وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *