راشد خان: يو يا دوه کلونو کې واده کوم غواړم چې د يوې

د مجردو نجونو پام په دې وروستيو کې د افغانستان په ټاپ بالر راشد خان دی، د افغان کرکټ ډېری لوبغاړو چې تر راشد خان یې عمر هم کم دی ودونه وکړل خو راشد خان بيا تراوسه پورې د واده په برخه کې ښکاره اقدام نه دی کړی‌.

څو کاله مخکې د راشد خان دا خبره ډېره ترېنډ شوه چې ګواکي ده ويلي دي ترڅو چې افغانستان نړيوال جام ونه ګټي نو دی به تر هغه پورې واده نکوي، حال دا چې راشد په خپله یوه مرکه کې ويلي دي چې دا خبره ده نه ده کړې.

نوموړي په یوه تازه مرکه کې ویلي دي چې خلکو یې دا خبره غلط درک کړه وايي چې هغه مهال نړيوال جام رانږدې و نو ما وویل چې اوس نړیوال جام را روان دی زما په ټول پام په هغه دی د واده په هکله کوم فکر نشم کولای.

دی پخپله دې مرکه کې وايي چې د واده نیت لري او زړه یې دی چې په یو یا دوه کلو کې نور د واده خبر خپلو مينوالو ته ورکړي نوموړي دا خبرې د امريکا غږ سره په يوه مرکه کې وکړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *