راشد خان: مخکې له نړيوال جام دې افغانان زما دا يوه غوښتنه ومني او
د کرکټ شل اوریز نړیوال جام نور په پيلېدو دی او صرف يو څو شپې ورځې پاتې دي چې دغه جام لپاره لوبې پيل شي په دغه جام کې افغانستان هم د یوه قوي سيال په توګه راميدان ته کېږي او ډېری افغانان په دې لوبو کې پخپلو ځانګړو ستورو لکه راشد خان باندې زيات حساب کوي او تمه لري چې د راشد خان او مجيب غوندې لوبغاړي به د افغانستان لپاره يو څه وکړي.
راشد خان د افغانستان او نړۍ د کرکټ يو ځلانده ستوری دی، دی او نبي دواړه هغه کسان و چې د افغانستان لپاره یې ښې لوبې کولې په نړيوالو سوداګريزو ليګونو کې لوبېدل خو له بده مرغه چې نبي اوس خپل پخوانی کردار نشي کولی او د کرکټ د چارو پوهان ورته سپارښتنه کوي چې د شل اوریز نړیوال جام وروسته دې تقاعد شي ځکه چې نور یې په ټيم کې پاتې کېدل افغانستان ته د ګټې په ځای زيان رسوي.
مخکې له نړيوال جام څخه د افغانستان ټاپ ستوري راشد خان بيا د افغانانو او خپلو مينوالو غوښتي دي چې په دې جام کې ورته دبريا لپاره دعا وکړئ نوموړي ويلي چې پوره هڅه کوي به کوي ترڅو افغانستان ته بريا راوړي او د افغانان خوشحاله کړي.