راشد خان: زما پاکستان کې لاهور ډېر خوښېږي، په لاهور کې بيا په خاص ډول

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او ستوری لیګ سپېنر، چې دا مهال د پاکستان سوپر لیګ کې د لاهور قلندرز لوبډلې سره لوبېږي، وایز زما د لاهور ماهیان خوښېږي او زه چې کله هم راځم نو ماهیان خورم.

راشد خان وويل چې تېر پړاو پي ایس ایل سیالیو پرمهال په پټه ماهي خوړلو لپاره وتي وو او دا ځل مې هم شاهين او حارث ته وويل چې لاهور ته د کبانو خوړلو لپاره ځو.

هغه وویل چې زه پښتون یم، نو د پسه تیکې او شینواري کړایي خورم، خو د لاهور ماهیان مې ډېر خوښېږي او کله چې پېښور او اسلام اباد ته ځم، نو هلته هم تیکې او شینواری کړایي خورم.

د یادولو وړ ده چې راشد خان تېره ورځ د پاکستان سوپر لیګ کې د لاهور قلندرز لوبډلې سره یوځای شو، چې هغوی یې په ډېرو شاندارو مراسمو سره هرکلی هم وکړ.

همدغه راز وړمه ورځ یې د کویته ګلیډیټرز پر وړاندې د روان پړاو لومړنۍ لوبه هم وکړه، چې د ۱۷ منډو په ورکولو سره یې یوه مهمه ویکټ ترلاسه کړه او په بریا کې یې هم رول ولوباوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *