راشد خان: زما ترټولو نږدې دوست کريم جنت دی، دده مې دا عادت ډېر خوښېږي چې

راشد خان که څه هم د افغانستان د کرکټ یو نړیوال ستوری دی خو څومره چې په نړيوالو ليګونو کې ښه لوبېږي هماغومره د افغانستان لپاره ډېر نادر ښه لوبېږي، لکه ډېر وخت نبي هم همداسې وي په نړيوالو سوداګريزو لوبو کې ښه لوبېږي خو د افغانستان لپاره بيا په لسو لوبو کې يوه لوبه ښه ترسره کوي.

تازه راشد خان يوه مرکه کړې ده او په دې کې يې خپل هغه پړسېدلی شنګ افغانانو ته ور ښکاره کړی دی، هغه ويلي چې کريم جنت یې تر ټولو نېږدې ملګری دی وايي اوس ورسره حضرت ځاځی هم يو ځای شوی دا دواړه وايی په دې انتهایی ګران دي.

کريم جنت د افغانستان د کرکټ داسې لوبغاړی دی چې تراوسه پورې يې په ټيم کې ځای نه دی معلوم، کپتان یې نه توپ وهونې ته را غواړي نه توپ اچونې ته ځکه پوهېږي چې په درد نه خوري بس په ټيم کې مېخ شوی دی لکه اصغر افغان.

راشد خان هم داسې ښکاري لکه ټوله خواري چې کوي ترڅو کريم جنت غوندې بې ګټې کسان په ټيم کې وساتي او د ځان قدر زیات کړي يا به یې دوستی نور اړخونه لري چې افغانستان له ګټو به قوي وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *