راشد خان د پاکستان په سوپر ليګ کې د ګډون څخه انکار وکړ، وايي ترڅو چې

د افغانستان ټاپ بالر راشد خان ويلي دي چې د پاکستان د کرکټ په ليګ کې برخه وانخلي، د پاکستاني رسنیو په وینا چې راشد خان غواړي د پاکستان په سوپر ليګ کې ګډون وکړي خو ددې په وړاندې ځینې موانع شتون لري.

راشد خان ويلي دي چې دی د پاکستان په سوپر ليګ کې ګډون نشي کولای ځکه چې دی په دې وخت کې د افغانستان په ملي ټيم کې بوخت دی او کله چې د افغانستان ملي ټيم لوبې خلاصې شي د پاکستان د ليګ په یو څو لوبو کې ګډون وکړي.

پاکستاني رسنيو ويلي دي چې راشد خان کېدی شي د پاکستان په سوپر ليګ کې په وروستيو لوبو کې ګډون وکړي خو دا تراوسه پورې قطعي شوی نه دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *