راشد خان: د نجونو د زده کړو حق دې نه غصب کېږي پکار ده افغانان

په افغانستان کې د اسلامي نظام له لوري د ښځو د هر ډول زده کړو د بنديز وروسته د افغانانو غبرګونونه دوام لري، تازه د افغانستان د کرکټ نړیوال ستوري راشد خان هم دغه پرېکړې ته غبرګون ښودلی دی او په دې اړوند یې خپله نارضایتي او دريځ په ښکاره بيان کړی دی.

راشد خان په یوه پیغام کې ويلي دي چې پرته له زده کړو یوه مېرمن ناپوهه پرېښودل او بيا دا ډول يوې ناپوهې ښځې ته د افغانستان د راتلونکي نسل ور وسپارل د افغانستان لپاره یو نه جبران کېدونکی زیان دی. ده ويلي دي زده کړې د افغانستان د ښځو اسلامي او بشري حق دی او بايد ترې غصب نشي.

د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو او پخپله د افغان ټولنې له لوري د اسلامي نظام دغه پرېکړه د سختو نیوکو سره مخ ده، خو د دغه نظام فعالين وايي ددوی په پریکړو نیوکه کول ګناه ده او دوی چې څه کوي بايد اطاعت يې وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *