راشد خان د ملي ټيم د روزونکي په حيث د حميد حسن ټاکلو ته غبرګون وښود، وايي پخوا

د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم کپتان راشد خان د ملي لوبډلې د توپ اچوونې د روزونکي په حيث د حمید حسن ټاکلو ته غبرګون وښود، حمید حسن تېره ورځ د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري د ملي ټيم د توپ اچوونې د روزنې د مسول په حيث وټاکل شو.

راشد خان د نوموړي ټاکل کېدو ته په غبرګون کې وويل چې يو ډېر ښه او اغیزناک اقدام دی، ده ويلي دي چې حمید حسن د افغانستان د کرکټ لپاره په ډېرو سختو ورځو کې ډېرې زیاتې لاسته راوړنې درلودې او ډاډ یې ښودلی دی چې حمید حسن به اوس د ملي ټیم لپاره ډېر ګټور ثابت شي.

حمید حسن د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم پخوانی تېز توپ اچوونکي لوبغاړی دی چې پخپل وخت کې یې د تېزې توپ اچوونې په برخه کې ښه نوم درلود او د افغانستان د ملي ټيم یو ترټولو ټاپ لوبغاړی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *