راشد خان د باليووډ د مشهورې اداکارې پرېټي سره ولیدل وايي؛ تېره شپه
د افغانستان د کرکټ ځلاند ستوري راشد خان د باليووډ د فلمونو له مشهورې اداکارې او د کېنګز اف پنجاب د ټيم له څښتنې پرېټي زينټا سره ليدلي دي.
راشد خان په ټولنيزو رسنيو کې هغه انځور خپور کړی دی چې پرېټي زينټا يې له څنګ سره ولاړه ده او ورسره ليکلي دي چې له تېرې شپې څخه.
د هند د پرېمير ليګ په جریان کې د افغانستان لوبغاړو د باليووډ د مشهورو اداکارانو سره د ليدنې چانس هم پيدا هم کړی دی.
تر دې وړاندې د هندي فلمونو باچا شاروخان د افغانستان د کرکټ د بل تکړه لوبغاړي رحمن الله ګربز سره ليدلي و چې په ټولنيزو رسنيو کې یې انځورونه او ويډيو ګانې ترټولو زیاتې ليدل شوې او شېر شوې وې.