راشد خان: بابر اعظم ته سبا ښه توپ اچوونه کوم، خو هغه بيا هم زما په وړاندې
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او د پاکستان سوپر لیګ کې د لاهور قلندرز لوبډلې برخه اخیستونکي راشد خان ویلي، چې د بابر اعظم پر وړاندې زما پله درنه ده، خو بیاهم باید بابر اعظم ته ښه توپ اچونه وکړم.
لاهور قلندرز او د پېښور زلمي لوبډلې سبا په پي ايس ايل کې د يو بل سره مخامخ کيږي، چې تر لوبې وړاندې راشد خان په ځانګړې مرکه کې ويلي، چې زه د سترو لوبغاړو پر وړاندې له توپ اچونې خوند اخلم.
هغه وایي، زه به په خپل لين او لينت باندې تمرکز وکړم، بابر اعظم په درې واړو فارمیټونو کې یو له غوره توپ وهونکو څخه دی، زه به ښه توپ اچونه وکړم، داسې توپ وهونکی ته بده توپ اچونه نشي کولای.
راشد خان د لاهور قلندرز په اړه وویل چې دا د لاهور قلندرز سره زما درېیم سیزن دی چې تر دې دمه ډېر ښه روان دی او د ټرافي ګټل لویه لاسته راوړنه ده.
هېره دې نه وي چې په شل اوریزه کرکټ کې چې کله هم بابر اعظم له راشد خان سره مخ شوی، نو بابر اعظم ناکام راغلی او راشد خان د هغه په سوځولو بریالی شوی دی.