راشد خان؛ ما نه دي ويلي چې ترڅو افغانستان نړيوال جام نه وي ګټلی واده نکوم ما خو ويلي و چې

راشد خان يو له هغو نامتو لوبغاړو څخه دی چې تراوسه پورې یې واده نه دی کړی له همدې کبله یې د مينوالو زیات پام دې خبرې ته ورځي چې هغه به کله واده کوي او کله به خپل ګډ ژوند پيل کوي پدې هکله په رسنيو کې وخت نا وخت ډول ډول خبرونه خپاره شوي دي چې د ځينو په هکله یې بيا خپله راشد خان وضاحت هم ورکړی دی او ځینې بيا همداسې بې سپيناوي پاتې شوي دي.

راشد خان په هکله دا خبر ډېر مشهور شو چې هغه ويلي دي چې دی تر هغه پورې واده نه کوي ترڅو پورې چې افغانستان نړيوال جام نه وي ګټلی، په‌دې خبر ډېری زیاتې تبصرې وشوې او ځينو خلکو‌ ويل چې که راشد خان دې ته په تمه پاتې شي ترڅو افغانستان نړيوال جام وګټي نو کېدی سي چې زوړ شی او بيا د واده کومه اړتيا پاتې نشي.

خو دا خبر هغه ډول نه و څه ډول چې رسنيو انعکاس ورکړ راشد خان پخپله ددې خبرې سپیناوی وکړ، خو نوموړي داسې وخت سپیناوی وکړ چې نور اوبه تر ورخ تېرې وې او دا خبر د راشد خان ټولو مینوالو ته رسیدلی و، بحثونه ورباندې شوي و، خبرې ورباندې شوې وې او ډېرو خو دا ويلي و چې راشد خان بايد اوس پخپله خبره وفا وکړي.

راشد خان بيا پخپله ددې خبرې سپیناوی وکړ او ويې ويل چې ده هېڅکله داسې نه دي ويلي چې ترڅو افغانستان نړيوال جام نه وي ګټلی نو دی واده نه کوي، دی وايي چې ما صرف دومره وويل چې په مخکې د بېلابېلو فارمټونو نړيوال جامونه دي نو زما توجو ټوله دغه نړيوال جام ته ده نه واده ته.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *