راشد خان؛ ما دوه ځل په چيغو چيغو ژړلي دي لومړی ځل هغه ورځ وه چې
د افغانستان د کرکټ ټاپ لوبغاړي راشد خان په نړيوال جام کې د خپل ټيم د وروستۍ ماتې وروسته تازه مرکه کړې ده، دغه مرکه کې یې که څه هم په بشپړ ډول نه ده خپره شوې خو ځينې برخې یې خپرې شوې دي چې نوموړي په کې ځينې ډېرو مهمو پوښتنو ته ځوابونه ویلي دي او همدارنګه یې د خپل شخصي ژوند په هکله وينا کړې ده.
راشد خان د افغانستان د کرکټ د ټیم یو له هغو لوبغاړو څخه دی چې په نړیوال جام کې د بېلابېلو سببونو له کبله ډېر زيات حساب ورباندې کېده نو له بده مرغه کې چې افغان ټيم داسې ګوډ مات دی لکه پخپله افغانستان، صرف سپېن بالران پکې تر یوه ځایه پورې باثباته دي نور ټول په دعا چلېږي.
راشد خان که څه هم پخپله بده لوبه ونکړه خو د لوبو په بايللو باندې سخت خفه دی، نوموړی وايي چې په ژوند کې دوه ځلې سخت ژړلي دي يو یې هغه چې په اسيا کپ کې یې د پاکستان څخه لوبه ونه ګټله، د دوهم ځل په هکله د هغه پوره مرکه نه ده خپره شوې خو اټکلونه وايي کېدی شي دا یې د مور د وفات ورځ وي.