راحله دوستم: لوی بدلون راتلونکی دی هرڅوک به نور

د جنرال دوستم لور راحله دوستم هم خپل فعاليت زيات کړی دی، نوموړې چې اوس مهال په ترکیه کې ژوند کوي ويلي دي چې په افغانستان کې لوی بدلون د رامنځته کېدو په حال کې دی.

دې ويلي چې په افغانستان کې هرڅه امکان لري ډېر خلک به باور نکوي مګر په افغانستان کې يو داسې بدلون د رامنځته کېدو په حال کې دی چې له دې وروسته به هرڅوک پخپل طرف کې خوشحاله وي.

د نوموړې دغه څرګندونې ځينې کسانو د هېواد د تجزيې په شکل تعبير کړې دي او نوموړې ته یې ويلي چې د افغانستان د تجزیې خوب به قبر ته یوسي افغانستان پخپل ترټولو ټوټې شوې وېشل شوي او ضعيف حالت کې تجزیه نشو اوس خو دا خبره ډېره لرې ده چې افغانستان ښه دی که بد خو تر یوه لاس لاندې دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *