د ۶۳ کلن سړي سره واده شوې ۲۳ کلنه‌ نجلۍ وايي: جن.سي ژوند مو بېخي

د ۲۳ کلونو ماريا صرف ۱۶ کلنه وه چې په یوه ۴۰ کلن سړي مينه شوه، دا چې د نرسنګ شاګرده وه د ځان څخه په ۲۴ کاله لوی سړي مینه شوې وه، دا مني چې د شاوخوا کسانو یې دا کار نه خوښاوه او په دې نیوکې کولې چې ولې يې د ځان څخه د دومره لوړ عمر لرونکي کس سره یارانه جوړه کړې ده. د همدې کبله دې نیت وکړ چې خپله ټوله کيسه په ټولنيزو رسنيو کې خپره کړي.

ماريا وايي خپله کيسه مې په ټولنيزو رسنيو کې خپره کړه فکر مې وکړ چې دا به ترېنډ شي په ميليونونو خلکو ته به ورسيږي او خلک به يې د يوې واقعي مینې په توګه مثبت کار وبولي خو داسې ونشول د کيسې د نشرولو وروسته د ډېرو منفي نظرونو سره مخ شوم چې زما لپاره زړه ماتوونکي و.

نوموړې زياتوي چې ډېرو خلکو خو دا خبره کړې وه چې ګواکي زه د مالي فايدې لپاره د ځان څخه په مشر چا باندې مينه شوې يم حال دا چې داسې هېڅ نه دي شوي هرڅه په پوره رضايت شوي دي، ځینې خلک بيا زموږ د جن. سي ژوند په هکله پوښتنې کوي خو زه ورته وايم هرڅه ډېر ښه روان دي او موږ له خپل يو ځای والي څخه زیات خوشحاله یو.

ماريا اوس ۲۳ کاله عمر لري په مقابل کې یې د خاوند عمر بيا ۶۳ کاله دی، دوی که هرڅه خپله اړيکه واقعي مینه بولي خو په ټولنيزو رسنيو کې ورباندې نيوکې زياتې دي، ځينې کسان په ځانګړي ډول ددې مېړه ملامتوي چې څنګه يې په ۴۰ کلنۍ کې د يوې ۱۶ کلنې نجلۍ سره اړيکې جوړولې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *