د ۶۱ کلونو دی ۸۷ ښځې یې کړې دي اوس بله ښځه هم ورته تياره ده لومړی ښځه یې وايي -

د ۶۱ کلونو دی ۸۷ ښځې یې کړې دي اوس بله ښځه هم ورته تياره ده لومړی ښځه یې وايي

په اندونيزيا کې اوسېدونکی ۶۱ کلن کان پلان لري چې د ۸۸ ښځې سره واده وکړي، نوموړی د ۱۴ کلونو و چې په لومړي ځل یې د يوې مېرمنې سره واده وکړ، دې واده يې دوه کاله دوام وکړ، دوه کاله وروسته یې ددې ښځې سره چې دده څخه دوه کاله مشره وه خپلې لارې بېلې کړې او دې ښځې ته یې طلاق ورکړ.

دی له هغه وروسته پاڅېده د کومې ښځې سره به یې چې زړه ولګېد واده به یې ورسره کاوه، ان تر دې چې د ۸۶ ښځو سره یې واده وکړ او اوس یې د نوي واده تیارۍ روانې دي، دده د اولادونو شمېر هم نه دی معلوم وايي دا شمېر یې تر یو څه وخت پورې په ياد و خو وروسته یې چې اولادونه زيات سول نو دده څخه یې شمېر هم ګډوډ شو.

په دې هکله چې دی څه ډول په دې توانېدلی چې ددومره ډېرو ښځو سره واده وکړي نوموړی وايي؛ ښځو ته مې تل سپینه خبره کړې ده، د هغوی د احساساتو سره مې لوبې نه دي کړې، بې ځايه ژمنې مې نه دی ورسره کړې، بد اخلا، قي مې نه ده کړې بلکې د حلالې لارې مې ورسره واده کړی دی، د خپلو په دوام کې وايي چې دده د روح قوت ډېر زيات دی او دا په ښځو ژور تأثير کوي او ښځې دده تر اغېز لاندې راځي‌.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *