د ۱۸ او ۲۹ کلونو ترمنځ ښځينه په کال کې څو ځل کور.والی کوي؟

په مشخص ډول دا ویل چې يوه جوړه په اونۍ يا مياشت کې څو ځل بايد کور. والی وکړي ګرانه خبره ده ځکه چې هر انسان د بل انسان سره فرق لري مګر په ټوله کې د محققینو څېړنو یو اوسط موندلی دی چې ډېری خلک په څومره وخت څو ځل کور. والی کوي.

ترسره شوې څېړنې ښيي چې هغه کسان چې د ۱۸-۲۹ کلونو ترمنځ عمر لري په کال کې ۱۱۲ ځله کور. والی کوي يانې په اونۍ کې دوه ځله. هغه کسان چې د ۳۰-۳۹ کلونو ترمنځ عمر په کال کې ۸۶ ځله کور. والي کوي يانې په مياشت کې ۶-۷ ځله او هغه کسان چې د ۴۰-۴۹ پورې عمر لري په کال کې ۶۹ ځله کور. والي کوي يانې د ځوانانو نيمايي.

څېړونکي وايي چې کور. والي د نارينه او ښځينه په خپله خوښه ددوی په انرژۍ د ژوند په سطحه پورې تړاو لري کوم کسان چې په ژوند کې یې هرڅه سم پرمخ روان وي، ښه انرژي لري نو دوی په طبعي ډول تر نورو زیات کور.والی کوي لکه په اونۍ کې دری ځله.

ځینې نور بيا بل ډول طبعيت لري د مثال په ډول يوه اونۍ کوم لس ځل دا چاره ترسره کوي بيا یې یوه میاشت هېڅ نه ترسره کوي يانې د هرچا د ژوند انرژۍ او چاپيريال په شرايطو پورې اړه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *