د ۱۲ ښځو خاوند د ۱۰۲ اولادونو د پیداکولو وروسته پیښمانه دی وایي څلور ښځې

د يوګنډا په بوګيسا ښار کې اوسېدونکی يحيا د خپلو ۱۲ ښځو څخه پوره ۱۰۲ اولادونه لري، د زامنو د اولادونو د لويېدو سره يانې دده ۵۶۸ لمسیانو سره نور یې کورنۍ د یوه کلي شکل نيولی دی.

نور د خپل کار څخه دی هم خوشحاله نه دی، ښاغلي يحيا ويلي دي چې دومره لويه کورنۍ نور نشي زغملی وايي له ښځو یې غواړي چې د ماشوم زېږولو د کنټرول له درملو څخه کار واخلي.

دی وايي چې د خوړو سرچینې یې په کمېدو دي، له همدې کبله نوره دومره لويه کورنۍ نشي زغملی، وايي نور یې خپلو هغو ښځو ته چې اوس هم اولادونه راوړلی شي ويلي دي چې ولاړې شي د ماشوم د زېږېدو د کنټرول درمل واخلي.

نوموړی وړاندې وايي چې ۱۰۲ زامن لري دا د خپلو لمسیانو څخه جدا جدا بېلولی شي خو د ټولو زامنو او لمسیانو نومونه یې نه دي زده او ورڅخه ګډوډېږي. د يحيا په خبره چې ده غوښتل زیات ودونه وکړل او يوه لويه کورنۍ جوړه کړي خو وروسته هرڅه له کنټرول څخه ووتل. وايي د څلورو څخه زياتې ښځې کول ښه فکر نه دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *