د یوه هېواد ولسمشر په یوه غونډه کې متيازې وکړې

د سوډان ولسمشر سلوا د روانې مياشتې په ۱۳ د يوې لارې د پرانیستې په مراسمو کې د ملي سرود د ويلو په مهال خپلې متيازې ونشوې ساتلی. د ۷۱ کلونو عمر لرونکی سلوا ددې هېواد او نړیوالو رسنيو د خبرونو سرټکی شو.

سلوا د ۲۰۱۱ م کال راهيسې چې جنوبي سوډان د یوه خپلواک هیواد په توګه پېژندل شوی دی ددې هېواد ولسمشر دی. د ځايي رسنیو په وینو چې ۷۱ کلن سلوا د متيازو د لارې په ناروغۍ اخته شوی دی.

د متيازو یا د ادرار د نه ټينګولو مشکل هغه څه دي چې په زياتو عمر خوړلو نارينه و کې ليدل کېږي په ټولنيزو رسنيو کې خلکو ددې هېواد ولسمشر د قدرت په شديد شوق تورن کړی دی او ويلي یې دي چې په دومره خراب صحي وضعيت کې بيا هم د قدرت څخه نه په شا کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *