د ګونډو د دردونو څخه د دایمي خلاصون لپاره دا دوه طريقې وکاروئ، هره شپه

زنګون د بدن د ترټولو لوی بند په توګه خورا مهم رول لوبوي، له همدې امله د زنګون درد د هر عمر خلک تجربه کوي، چې لاملونه یې د درنو شیانو په نامناسبې سره پورته کول، کمزوري، کمزوری لچک، پرته له تمرین د معمول په څېر ورزش کول، د مفصلونو درد او نور شامل دي.

متخصصین وايي هغه خلک چې التهابي ستونزې لري تقریباً تل له فزیکي درملنې، درملو سره ښه کیږي او هیڅکله عملیاتو ته اړتیا نلري؛ خو هغه خلک چې د زنګون جوړښتي ستونزې لري د درملنې لپاره یو ډول عملیاتو یا آرتروسکوپي عملیاتو ته اړتیا لري.

د زنګون د التهابي او جوړښتي ستونزو ترمنځ توپیر:

هغه خلک چې له درد پرته د زنګون د سیده کولو توان لري معمولاً لږې التهابي ستونزې لري. په داسې حال چې ځینې خلک چې جوړښتي زیان ور رسېدلی وي، زنګونونه یې پړسېدلي او نشي کولی چې نوي درجې زاویه کې زنګونونه د ناستې حالت ته راشي.

د اورتوپيدي متخصص وايي، چې د زنګون درد په هر عمر کې پېښېدلی شي، که د کوم ناروغ زنګون پړسېدلی وي او درد کوي، نو یخ پرې کېږدئ، یو څه یې کش کړئ او له اوو څخه تر لسو ورځو پورې د التهاب ضد درمل ورکاروئ، که بیاهم ښه نه شول نو د ایکسری معاینات وکړئ.

د درد د مخنیوي لپاره لارښوونې:

د زنګون له درد څخه د مخنیوي لپاره غوره درمل د سپارښتنو عملي دي، چې روغتیاپالان یې لارښوونه کوي، دلته به همداسې لارښوونې ولولو.

د عضلاتو لپاره تمرین:

په مناسبه اندازه تمرین کول د زنګون د بندونو په ساتلو کې مرسته کوي او که د زنګون شاوخوا عضلې پیاوړې شي نو له مفصلونو لږ فشار واردېږي او د بهرني، منځني او داخلي ورون عضلات او د پنډۍ عضلات له زنګون سره مرسته کوي.

که تاسو پخپله تمرین وکړئ یا له یو روزونکي سره اړیکه نیسئ او له خپل ډاکټر څخه وغواړئ چې ستاسو د پښو ځواک وګوري. که تاسو کمزوری یاست، فزیکي درملنه کولی شي چې د عضلاتو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي او د دې لپاره معالج تاسو ته تمرینونه درکوي چې هغه د زنګونونو لپاره ګټور وي.

د التهاب ضد خواړه وخورئ:

التهاب یا سوخت مفصلونو ته زیان رسوي او ورځني خواړه په بدن کې د التهاب په مقدار کې رول لوبوي. پروسس شوي خواړه د التهاب سبب کېږي او د غوښې، لبنیاتو او هګیو ډېر خوړل هم التهاب زیاتوي.

هڅه وکړئ چئ د التهاب ضد رژیم وکاروئ، چې میوې، سبزیجات، لوبیا، حبوبات، ځینې ماهیان او د ورځې اته ګیلاس اوبه څښل پکې شامل دي او پیاز او هوږه سوخت ختموي. یوې څیړنې مونړلې چې هره ورځ د انارو جوس څښل په دریو میاشتو کې ۱۸ سلنه سوخت او ۶۰ سلنه د ملا درد کموي. د انارو جوس ایلجیک اسید لري، چې په طبیعي ډول التهاب ضد دی.

سپلیمنټ وکاروئ:

یوې څیړنې موندلې چې د کوډ لیور تېلو ۱۰۰۰ ملی ګرام کیپسول زیان رسونکي انزایمونه کموي، چې په ۸۶ سلنه خلکو کې مفصلونو کار ټیلج ته زیان رسوي. کارټیلج د هډوکو د یوځای کیدو څخه د مخنیوي لپاره مهم وي. همدغه راز کورکمن، د الو بالو جوس او انناس هم ګټور وي.

وزن مو سالم وساتئ:

کله چې ودریږئ نو د بدن ټول وزن مو په مفصلونو په ځانګړې توګه په زنګونونو راځي، چې د مفصلونو ترمنځ کارټیلیج ته مو زیان رسوي او په پایله کې د درد سبب کیږي. که یو پونډ مو وزن زیاتېږي نو په زنګونو مو څلور پونډه زیات فشار راځي او که لس پونډه وزن زیاتېږي نو څلویښت پونډه فشار پرې راځي او همداسې په ترتیب، نو اړینه چې وزن مو مناسب وي.

مناسب بوټان پر پښو کړئ:

ایا پوهیږئ چې د پښې اندازه له عمر سره سم وده کوي، نو خپل بوټان وګورئ د پښو ګوتو ته مو زیان ونه رسوي، او د بوټانو پورتنۍ برخه مو باید پراخه وي. ځینې میرمنې چې لوړې سینډلې پر پښو کوي نو هغوی د زنګونونو درد لري، نو هڅه وکړئ مناسب بوټونه پر پښو کړئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *