د ګلبدین نایب لپاره د موسکا نيازۍ غوښتنه ومنل شوه ګلبدين سبا ته

ګلبدين نايب د افغانستان د کرکټ‌ د ملي ټيم يو له هغو لوبغاړو څخه دی چې د پخواني شله کپتان اصغر ستانکزي له لوري ورسره په حساسو وختونو کې سخت عقده ايز چلند وشو او سخت وځورول شو.

اوس هم د اصغر ځينې ميراثيان او پاتې شوني په کرکټ بورډ کې د هغه سره ډېر عقده آئی چلند کوي او ترڅو چې ددوی د ظلم په وړاندې ملت غبرګون ونه ښيي دوی تر هغه د خپل فرعونیت څخه نه تېرېږي.

تازه چې د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم رسمي او احتیاطي ټول لوبغاړي اسټراليا ته ورسېدل خو ګلبدين نايب سره پکې بيا توپيري چلند شوی و او بيا پاتې و وروسته د موسکا سنګر نيازۍ په شمول ګنو افغانانو غبرګونونه وښودل او نن ګلبدين نايب بلاخره اسټراليا ته وغوښتل شو او حرکت یی وکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *