د کور.والي څو ورځې وروسته بايد د اومیندوارۍ ټېسټ ترسره شي؟

پخوا به داسې و چې کله به يوې جوړې يانې ښځې او خاوند کور. والی پدې نیت وکړ چې مېرمن حامله شي او دوی ته خدای تعالی اولاد ورکړي نو ددې لپاره چې پوه شي چې مېرمن حامله شوې ده کنه نو دوی به د راتلونکي مياشتينی عادت تر وخته پورې صبر کاوه که چېرې به راتلونکې مياشت مېرمنې مياشتينی عادت نه درلود نو دوی به پوهیدل چې په لوی احتمال میرمن حامله ده‌.

مګر اوس ددې لپاره چې یو کس پوه شي چې مېرمن یې حامله ده او کنه دومره زيات انتظار ته اړتیا نشته ده. حمل عموماً د کور. والي څخه د يوې ورځې نیولې تر پينځو ورځو پورې رامنځته کېږي. نو د لومړي ځل کور. والي يوه اونۍ وروسته د حامله توب ټېسټ کول امکان لري مګر ډاکټران وايي چې د دقیقې نتیجې ترلاسه کولو لپاره دا ښه ده چې د کور.والي څخه دوه اونۍ وروسته د اومیندواري ټېسټ وشي.

د ښار يا هر ځای په روغتونو کې د اومیندوارۍ د ټیسټ پیدا کېدل آسانه دي، د اومیندوارۍ دوه اونۍ وروسته ددې ټېسټ د کارولو وروسته ښځه او خاوند دقیق پوهېږي چې ايا مېرمن حامله شوې ده کنه.

کېدی شي د ټېسټ په کولو سره فورا د ټېسټ دوه سرې پښې ښکاره نکړي کومې چې د اومیندوارۍ نښې دي مګر د لږ صبر وروسته واضح ښکاري. ددې ترڅنګ هغه ټېسټونه چې په لومړۍ اونۍ کې شوي وي ضعيف وي او سړي دقیق ورباندي په پوهېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *