د کور.والي په جریان کې خبرې کول په ښځو څلور مثبت تاثيرات لري

د کور.والي په جریان کې خبرې کول او يا خبرې نکول دواړه خپل تاثيرات لري دلته بايد یوه خبره واضح شي چې هېڅ خبرې نکول او یا زياتې خبرې کول زيان او منفي تاثیر لري که چېرې يو کس د کور.والي په جریان کې ډېرې خبرې وکړي دا ځل کور.والی پاتی کېږي او مقابل طرف د اړيکې څخه يو ډول نازړه کېږي که چېرې هېڅ خبرې ونشي دا به لکه ددوه جسدونو اړیکه داسې وي.

د بل لوري يوه بله يادونه چې دلته یې بايد ذکر وشي هغه زياته خندا ده، د کور.والي په مهال له حده زياته خندا هم منفي تاثير لري زیاته خندا، زياتې خبرې يا هېڅ نه خبرې دا دری واړه مسلې منفی عواقب لري، اوس نو بايد پام دې ته وشي چې کومې خبرې څومره وشي.

د کور.والي په جریان کې د ځينو ښځو ددوی ستایل ددوی د يو ځای والی ستایل خوښېږي دوی دا هيله لري چې د خپل خاوند څخه د خپلې اړیکې تقدیر کوونکې کلمې واوري لکه؛ مينه درسره لرم، د خدای شکر دی چې ته مې پيدا کړې یې، ته په دې دنيا کې يوازينۍ ښځه یې چې غواړم ورسره يو ځای ژوند وکړم او داسې نورې.

په ياد ولرئ چې هېڅکله نور حسابونه کتابونه تخت ته مه وړی، هېڅکله خپله مېرمن په تخت کې د خبرو لاندې مه نيسی نيوکه مه ورباندې کوی که کوم کار یې وکړ چې ستاسې خوښ نه وي په مينه یې پوه کړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *