د کور. والي په جريان کې د واسلینو کارولو خطرناک زیان وپیژندل شو -

د کور. والي په جريان کې د واسلینو کارولو خطرناک زیان وپیژندل شو

ځينې ښځې د خپلې شرمګاه د ښه لمدوالي لپاره واسلین کاروي، په ځانګړي ډول هغه مېرمنې چې د خپلې شرمګاه له وچ والي څخه شکایت کوي او له دې کبله د کوروالي په مهال د سخت درد سره مخ کېږي.

خو روغتيا پالان وايي چې واسلین ددې ستونزې د حل لپاره مناسب کار نه دی، ځکه چې د واسلینو تاثير د اوږده وخت لپاره د ښځو په شرمګاه کې پاتې کېږي او د ميکروبونو د جذب سلنه زياتوي، چې په پايله کې ميکروبي ناروغي او التهاب رامنځته کېږي.

له همدې کبله بايد‌ جوړې ډېر پام وکړي او د‌ ګډې چارې په مهال د واسلینو د کارولو په ځای د يو بل شي څخه استفاده وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *