د کور. والي وروسته ولې د ځينو ښځو ملا شدید درد کوي؟ -

د کور. والي وروسته ولې د ځينو ښځو ملا شدید درد کوي؟

د کور. والي څخه وروسته د ملا درد ډېر وخت د ښځو او نارينه و ګډه ستونزه وي، دواړه ددې ستونزې څخه سرټکوي او هڅه کوي چې ددې مشکل د حل يوه ساده او اسانه لاره پيدا کړي.

په ښځو کې د ملا درد کېدی سي په څو څيزونو پورې اړه ولري. د کور.والی مدت، که چېرې کوروالی زيات وخت ونيسي لکه نيم ساعت او يو ساعت په طبعي ډول د ښځو ملا درد کوي.

په کور.والي کې داسې يو موقعیت ټاکل چې ښځه لاندې وي او نارينه خپل ټول زور او ځان په ښځه واچوي او يا نارينه په کور. والي کې د ډېر شدت څخه کار واخلي ددې سبب کېږي چې په ښځو کې د ملا درد رامنځته شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *