د کور.والي مخکې متیازې کول کومې ګټې لري؟
د کور. والي په مهال د صحي اصولو نه مراعات کول، بې پروايي او ټمبلي کول ددې سبب کېږي چې ښځينه او نارينه ډېر ژر په ګڼو ناروغيو اخته شي. په دې برخه کې ښځې زیاتې تر خطر لاندې دي ځکه چې د ښځو د متيازو لار او د کور. والي ځای يو بل ته ډېر نېږدې دي او د دواړو د ميکروبي کېدو احتمال ډېر زيات وي، په دې هکله ترسره شوې څېړنې وايي چې د ښځو لپاره ددې لارو د ناروغيو خطر تر نارينه و ۳۰ چنده زيات دی.
وروستۍ څېړنې وايي چې د کور. والي کولو وروسته د متيازو کول ددې سبب کېدی شي چې د ښځينه د متيازو د لارو د ميکروبي کېدو چانس ډېر کم کړي خو ددې سره بايد دا تياری هم ونیول شي چې کور. والي کې نارينه بايد حتماً کانډ. وم وکاروي ځکه ددې لارې د ناروغۍ د مخنیوي طریقه همدا یوه ده.
روغتیا پالان وايي ښه به دا وي چې په خالي مثانه کور. والي وشي يانې يو کس د متيازو کولو حس ونلري او متیازې يا ادرار یې مخکې کړی وي ځکه که چېرې د کور. والي په جريان کې په مثانه فشار واردېږي دا د یوه لوري مثانې ته زيان رسوي د بل لوري که چېرې په لږ ډول هم د متيازو جريان رامنځته شي نو د ګډې چارې په مهال د ښځينه و د شرمګاه څخه هسې هم ځینې مواد وزي چې ددوی د متيازو لارې يا ځای ته تلل به د ګڼ شمېر روغتیايي ستونزو پيل وي.