د کور.والي لپاره ترټولو بد وخت معلوم شو -

د کور.والي لپاره ترټولو بد وخت معلوم شو

د کور. والي لپاره ترټولو ښه وخت په هکله ډېرې پوښتنې کېږي خو د ترټولو بد وخت په هکله بيا دقیق معلومات څوک نه لټوي او په هکله یې څوک ډیر سر نه خوږوي حال دا چې ددې خبرې په هکله بې پروايي ددې سبب کېږي چې دا اړيکه يو طرفه ترسره شي د يوه طرف لپاره خوند د بل طرف لپاره شکنجه شي په ځانګړي ډول د مېرمنو لپاره چې ددوی بدن تر هغه پورې د کور. والي لپاره نه دی تياريږي ترڅو دوی په عاطفي ډول تيارې نشي.

کله چې ښځې په احساساتي ډول تيارې نشي بدن يې هم دې اړيکې ته نه تيارېږي او چې کله تيار نشي نو بيا د ښځو بدن د اړیکې په جریان کې صرف درد تجربه کوي.

له همدې کبله بايد په هغو وختونو کې کور. والی ونشي چې ښځې پکې ځان اماده نه احساسوي، د کور. والي لپاره ترټولو بد وخت هغه دي چې په کور کې پردي څوک وي يا يوه جوړه پکې یوازې نه وي ځان خوندي نه احساسوي، هغه مهال چې يو کس زر زر کور. والی کوي نو ښځه خسته کېژي د ښځې لپاره ترټولو بد وخت دادی چې ښځه خسته وي او شوق ونلري.

ترټولو ښه وخت دادی چې يوه ښځه د خپل خاوند سره يوازې پاتې شي په سر یې کوم مسولیت نه وي او د خپل خاوند سره احساساتي قوي اړيکې ولري عموماً ښځه ترجيح ورکوي چې د شپې د ۹ بجو په شاوخوا کې کور. والي ولري ځکه ډېری مېرمنې په دې وخت کې ارامښت لري‌.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *