د کور خادمې د کورنۍ خلکو ته په ترکارۍ کې متيازې اچولې، چې ونيول شوه څه وجه يې وويله؟

په هر ځاى کې د شتمنو خلکو په کورونو کې ځينې مزدوران او خادمانې کار کوي، چې د کور د اخلي پخلي څخه نيولې، ټول کارونه ترسره کوي، خو ځينې ځايونو کې بيا د مډل کلاس کورنۍ هم د يو شمېر کارونو لپاره خادمې نيسي، تر څو کارونه يې ترسره کړي او هغوى ارامه وي.

خو په سنګاپور کې د يوې کور خادمې د کورنۍ له غړو سره داسې کار کړى دى، چې په اورېدو به يې تاسې هم په خپل کور کې په خادمې ژور نظر ساتئ.

د ډېلي سټار د راپور په وېنا، په سنګاپور کې يوه فليپينۍ ښځه پوليسو نيولو او محکمې ته يې وړاندې کړې ده، چې په کور کې يې د کورنۍ غړو ته په ترکارۍ کې متيازې اچولې.

په راپور کې ويل شوي دي، چې دا خادمه ٤٣ کاله عمر لري او نوم يې کينريس روينا اولا دى، دې ښځې چې به هر وخت د کورنۍ غړو لپاره ترکاري پخوله، نو خپلې متيازې او د مياشتينۍ ناروغۍ وينه به يې په دې ترکارۍ کې اچوله.

په راپور کې د يادې کورنۍ په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي، چې دې خادمې د چا په کور کې کار کاوه.

په راپور کې زياته شوې ده، د پوليسو د پوښتنو وروسته دغه ښځې دا هر څه ومنل او وې ويل چې په دې توګه يې غوښتل چې د يادې کورنۍ ټول خلک تر خپلې ولکې لاندې راولي، په همدې خاطر به يې په ترکارۍ کې ورته دا شيان شاملول.

د راپور په وېنا، يوه ورځ د کورنۍ غړو په خادمې شک پېدا شو او کله چې دوى د خادمې پلټنه وکړه، نو لاس په لاس يې په دې کار ونيوله او پوليسو ته يې حواله کړه.

دغه خادمه محکمې ته وړاندې شوې ده، خو لا يې د سزا په تړاو څه نه دي ويل شوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *