د کلسیم د کمښت شپږ لاملونه او درملنه یې
که غواړئ سالم ژوند وکړئ نو اړینه ده چې په بدن کې د کلسیم له کمښت څخه مخنیوی وکړئ. ښایي ټولو به له ماشومتوبه اوریدلي وي چې د نوکونو ماتېدل، په نوکانو سپینې نښې یا د بدن درد د کلسیم د کمښت نښې نښانې دي.
په بدن کې د کلسیم د کمښت د پوره کولو لپاره اړینه ده چې په خپل ورځني خوراک کې داسې خواړه شامل کړو چې زموږ د کلسیم اړتیا پوره کړي؛ خو نن به تاسو ته ځینې داسې نښې نښانې وښیو چې تاسې یې له پامه غورځوئ او هغه د کلسیم کمښت په ګوته کوي:
د کلسیم د کمښت نښې:
۱. هر وخت مغشوش کیدل او ځینې شیان هیرول، چې دا دې ته اشاره کوي چې بدن مو کلسیم ته سخته اړتیا لرئ.
۲. په لاسونو او پښو کې ناڅرګنده بې حسي هم د کلسیم د کمښت نښه ده.
۳. که پوستکی مو هر وخت وچ او سپور وي او هر ډول لوشن مو هم استعمال کړی وي، نو دا د دې نښه ده چې تاسې ډېر کلسیم ته اړتیا لرئ.
۴. که تاسو هر وخت د فریب په نړۍ کې ژوند کوئ، نو دا هم په بدن کې د کلسیم د کمښت نښه ده.
۵. که د زړه ضربان مو په غیر معمولي ډول چټک وي یا ځینې وختونه کم وي، نو دا هم د کلسیم نښه ده.
۶. کلسیم د کمښت له امله ویښتان کمزوري کېږي او تویېږي
کلسیم د کمښت لاملونه:
اوستیوپوروسس، اوستیوپینیا او هایپوکلسیمیک ناروغۍ د کلسیم د کمښت له امله رامنځته کېږي او هایپوکلسیمیا هغه وخت رامنځته کیږي کله چې په ادرار کې زیات کلسیم خارج شي، چې ښایي د ځینو جینیاتی عواملو، د ویټامینونو کمښت، یا نورو ناروغیو له امله وي.
د کلسیم د کمښت درملنه:
د کلسیم د کمښت درملنه په دې پورې اړه لري، کله چې نښې روښانه وي، چې په مناسبه اندازه سره د کلسیم په استعمال سره ستونزه حلېږي او سپلیمنټ هم ستونزه حلولای شي.
۱: تخمونه یا زړي:
ځینې تخمونه لکه د کوکنارو دانې، سپیرکۍ، او د ګونځلې دانې په طبیعي منرالونو بډایه دي، چې د کلسیم ستونزه حل کوي.
۲: مستې:
مستې د کلسیم یوه غوره سرچینه ده، دا په پروبیوټیکس هم بډایه دي چې د معافیت سیسټم پیاوړی کوي او زیات کلسیم هم لري.
۳: لوبیا او دال:
لوبیا او دال د فایبر، پروټین او ځینې غذايي موادو لکه پوتاشیم، زنک، مګنیزیم او کلسیم طبیعي سرچینه ده، چې په منظم استعمال سره یې د یادو غذایي توکو کمښت پوره کوي.
۴: شنه پاڼې لرونکي سبزیجات:
شنه پاڼې لرونکي سبزیجات د روغتیا لپاره ګټور دي، ځکه چې دا په کلسیم بډایه دي، چې د کلسیم کمښت پوره کوي.
۵: پنیر:
پنیر د کلسیم یوه غوره سرچینه ده. ۲۸ ګرامه پنیر ۵۲ ملي ګرامه دغه منرال لري؛ نو هغه کسان چې د کلسیم کمښت لري، هغوی دې پنیر وخوري.