د کرکټ نړیوالې شورا د افغانستان لپاره کلنۍ بوديجه اعلان کړه، هرکال به - Ht

د کرکټ نړیوالې شورا د افغانستان لپاره کلنۍ بوديجه اعلان کړه، هرکال به

د کرکټ نړيوالې شورا اعلان وکړ چې د ۲۰۲۴ نيولې تر ۲۰۲۷ م کال پورې به هر کال افغانستان ته نېږدې ۱۷ ميليونه ډالره بوديجه ورکوی.

افغانستان د بشپړ غړيتوب په هېوادونو کې ترټولو کمه بوديجه ترلاسه کوونکی هېواد دی، دا چې افغانستان کې رسمي حکومت شتون نلري ای سی سي د افغانستان د کرکټ بورډ پيسې افغانستان ته نه استوي بلکې په متحده اماراتو کې یې د افغانستان د کرکټ بورډ حساب ته جمعه کوي.

مبصرین وايي دا پیسې خورا زیاتې پيسې دي پکار ده چې د ښه پرمختللي او معیاري لوبغالي په جوړولو کې او نورو بنسټيزو پروژو کې ترې ګټه واخيستل شي. نه دا چې د کرکټ بورډ مسولین دا پیسې په يو او بل نوم خپلو جېبونو ته ښکته کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *