د کرکټ‌ نړيوالې شورا مجيب الرحمن ته بد خبر ورکړ، نوموړی له دې وروسته په

د کرکټ په نړۍ کې د افغان لوبغاړو ژوند او چارې اوس يوازې د افغانستان د خلکو له لوري نه څارل کېږي بلکې افغانستان اوس کرکټ کې داسې کسان لري چې نور نړيوال یې هم په هکله خبرونه او تازه معلومات جدي څاري او ددوی برياليتوب او یا هم شاتګ تعقيب کوي او دا بيا د رسنیو له لارې د ګرمو بحثونو موضوع وي.

اوس د کرکټ نړيوالې شورا د توپ اچوونکو تازه درجه بندي اعلان کړې ده چې پکې سترګې د افغانستان دوه ټاپ توپ اچوونکو راشد خان او مجيب الرحمن ته اوړي، چې دوی په څه مقام راغلي دي. په دې تازه اعلان شویو معلوماتو کې د محمد نبي چې په دې وروستيو کې یې د لوبو خوند نشته هم راغلی دی.

د توپ اچوونکو په وروستۍ درجه بندۍ کې د افغانستان مجيب الرحمن ته ښه خبر نه دی، ددې درجه بندۍ په اساس مجيب الرحمن شاتګ کړی دی او اتم مقام یې ځانته خپل کړی دی. د افغانستان راشد خان بيا په دوهم مقام کې راغلی دی خو لومړی مقام بيا د سريلانکايي توپ اچوونکي ونېندو هسرنګا دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *