د کرکټ نړيوالې شورا د افغانستان بشپړ ملاتړ وکړ د اسټراليا پرېکړه به
په داسې حال کې چې د اسټراليا له لوري د افغانستان سره د لوبو لغوه کولو د ځان سره شدید غبرګون درلود او ورپسې نن د بشري حقونو یوې ادارې هم د کرکټد نړيوالو شورا څخه غوښتنه وکړه چې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم غړیتوب دې وځنډوي.
خو د افغانستان د کرکټ بورډ مشر میرویس اشرف نن په یوه بيان کې وويل چې د کرکټ د نړيوالې شورا د مشر سره يې خبرې وکړې د کرکټ د نړيوالې شورا مشر او نورو چارواکو ورته ویلي دي چې دوی د افغانستان د کرکټ بشپړ ملاتړ کوي.
د کرکټ د نړيوالې شورا مشر ويلي دي چې د افغانستان د کرکټ پرمختګونه په زړه پورې ګني او ددې ټيم د هر اړخیز ملاتړ دوام ته ژمن دي.
د کرکټ مبصرين وايي چې په افغانستان کې د ښځو د حقونه په دې نه ورکول کېږي چې د افغانستان د کرکټ ټیم منزوي شي افغان لوبغاړي د افغان مېرمنو د کار او زده کړې ملاتړ کوي او د هغو پرېکړو سزا چې په کولو کې یې کرکټ بورډ او ټیم هیڅ ونډه نلري سزا بايد دوی ته ورنکړل شي.