د کرکټ بورډ چارواکي ريس احمدزي د ۷۰۰ افغانيو سوال او زارۍ پيل کړې

ريس احمدزی د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی چې اوس په کرکټ بورډ کې ښه دنده لري او ورسره ښه تنخوا او ژوند لري په ډېره خواره خوله په ټويټر کې د ټویټر الن ماسک ته سوال کړی دی چې يوه مهرباني ورباندې وکړي او له ده څخه د ټویټر د بلوتيک مياشتينی فيس نه اخلي.

نوموړي په دې سوال زاريو کې ویلي دي که اېلن ماسک ورباندې دا مهرباني وکړي نو دی به دا اته ډالر په افغانستان کې غريبو او فقيرو خلکو ته ورکوي او په افغانستان کې د بې وزلو لاسنيوی کوي.

په ټولنيزو رسنيو کې د ريس احمدزي دغه ټویټ د بحثونو وړ ګرځېدلی او ډېرو خلکو یې په دې کار ټوکې وهلې دي، خلکو ویلي چې ريس احمدزی خو لومړی کوم خیریه بنسټ نلري او بيا د مياشتې په ۸ ډالرو یوه افغانه کورنۍ څه وکړي.

ټويټر چې اوس د اېلن ماسک په مدیریت چلېږي ابي نښان په پيسو خرڅوي او هرڅوک چې د مياشتې اته ډالر ورکړي نو دوی هم دا نښان ورکوي پخوا دې نښان خاص اهميت او بارو درلود اوس ان جعلي حسابونه دا نښه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *