د کرزي نوی پلان: د وا.کمنې ډلې ځينې نوي ځوان مشران یې په ولکه کې نيولي، د کرزي په مشوره

حامد کرزی يو له هغو افغان سياستوالو څخه دی چې تر ډېره په ټولنه پخوانیو چارواکو او فعالينو کې خپل درناوی لري او يا لږ تر لږه خبرو کې يو څه وزن ليدل کېږي.

تېره ورځ چې په افغانستان کې د واکمنې ډلې ددفاع وزير متحده عربي اماراتو ته ولاړ نو ویل کېږي چې دا هم د کرزي په همکاري ترسره شوي دي. حامد کرزی غواړي چې د واکمنې ډلې د دفاع د وزير سره خپلې اړیکې ښې کړي او ځان هغه ته نېږدې کړي.

د يادې ډلې ددفاع وزير کله چې بېرته د متحده عربي اماراتو څخه راغی نو ورسره ددوی پخوانی چارواکی معتصم هم راغی ویل کېږي د هغه د راتګ مشوره هم کرزي ورکړې وه.

حامد کرزی د واکمنې ډلې د مشر او څو نورو کسانو نه خوښېږي هغه د اشغال اصلي مهره ګڼي خو نوي ځوانان یې بايد کرزی د نړیوالو اړیکو لپاره مهم بولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *