د کاناډا صدراعظم اعلان وکړ: شل زره نور افغان کډوال منل کېږي دا ځل هغه کسان منل کېږي چې -

د کاناډا صدراعظم اعلان وکړ: شل زره نور افغان کډوال منل کېږي دا ځل هغه کسان منل کېږي چې

د کاناډا صدراعظم اعلان وکړ چې په زرګونو نور افغان کډوال مني، کاناډا يو له هغه هېوادونو څخه ده چې پراخه کچه نړيوال کډوال مني او پدې برخه کې ښه نوم لري.

ددې هېواد حکومت تر دې پخوا هم ويلي و چې په افغانستان کې د موجود وضعيت او بحران له کبله ګڼ شمېر افغانانو ته پناه ورکوي‌.

تراوسه د کاناډا حکومت شل زره افغانان خپل هيواد ته انتقال کړي دی او په تازه اعلان کې د هغو نورو کسانو شمېر هم اعلان شوی دی چې کاناډا به یې ومني.

پرون ددې هېواد صدراعظم په یوه بيان کې وويل چې کاناډا تردې مهاله پورې ۲۰ زره افغان کډوال منلي دي او په پام کې لري چې شل زره نور هم ومني ترڅو دا شمیره ۴۰ زرو ته ورسیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *