د کابل د توافق په بنسټ د غني سره مشوره؛ ايا سرپرست حکومت بدلېږي؟

د افغانستان دوه پخواني ولسمشر حامد کرزی او اشرف غني په اماراتو کې دي، اشرف غني چې تېر کال د هېواد څخه ولاړ او کرزی بيا پرون اماراتو ته ورسېده.

د بل لوري د موجودو واک نیونکو ددفاع وزير او یو بل مهم غړی هم اماراتو ته رسېدلي دي. داسې خبرونه ورکړل شوي چې امکان لري دوی ټول سره جرګه شي او په ځينې مسايلو بحث وکړي‌.

داسې هم ويل کېږي چې کرزي په کابل کې د چارواکو سره توافق کړی دی چې د اشرف غني سره خبرې وکړي او په حکومت کې ځينې بدلونونه راشي د سرپرست حکومت وروسته نورمال کابينه اعلان شي او ورسره به د رسمیت لپاره هم لومړي قدمونه پورته شي.

خو يوې سرچينې وويل چې په لومړۍ ورځ د موجودې واکمنې ډلې استازي دوبۍ ته ولاړل او کرزی بيا ابوظبی ته ولاړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *