د ښکلولو په مهال یې ژبه وشکېده، ترکۍ اداكارې د‌ خپل مېړه څخه

د جيدا په نامه مشهورې ترکي اداکارې د خپل ملګري سره د ښکلولو په مهال خپله ژبه زخمي کړې ده، د ترکي رسنیو د خبر په بنسټ د ښکلولو په مهال جيدا اېرسوی ژبه شکېدلې او غوڅه شوې ده او د ژبې د ګنډلو لپاره اوس روغتون ته تللې ده.

جيدا اېرسوی یوه مشهوره ترکۍ اداکاره ده چې د سریال په نسبت تر ډېره په ترکي فلمونو کې کار کوي. دا چې په ۱۹۸۸ پيدا شوې ده په انټرنټ کې ډېره فعاله ده او روزانه د خپل ژوند د چارو انځورونه او ويډيو ګانې خپروي.

دا ۳۵ کلنه اداکاره وايي چې اوس یې ژبه ښه ده او ژر روغتون ته رسولو یې اندېښنه ختمه کړې ده، دې ويلي کوم کسان چې په پسرلي کې پيدا شوي دي ځان ورڅخه لرې ساتی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *