د ښځو له نظره واقعي نارينه بايد په ځان کې دغه دری ځانګړتياوې حتماً ولري

د څېړونکو يوې ډلې په يوه معتبره څېړنه کې د ۷۰۹ ښځو سره اړیکه ونیوه او له دوی څخه یې وپوښتل چې ددوی له نظره يو واقعي نر يا نارينه بايد کوم خواص ولري؟ ددې څېړنې ترلاسه شوې پايلې ډېرې جالبې وې ډېری ښځو په دې څېړنه کې دوه اساسي ټکو ته اشاره کړې وه.

د ښځو يوې برخې ويلي و چې ددوی له نظره يو واقعي نارينه هغه دی چې شفقت ولري او د کور په کارونو کې ددوی سره مرسته وکړي خو ځينې نورو ښځو بیا ددې ټولو څخه یو ډېر متفاوت نظر درلود.

د مثال په ډول ۷۲ سلنه ښځو ویلي و چې يو واقعي نارينه بايد خپل بدن او اندام ته پام کړی وي او ورزش وکړي. له دې مېرمنو ۶۸ سلنه ویلي و چې يو واقعي نارينه هغه دی چې د خپلې کورنۍ او اولادونه نس مړولی شي.

۴۱ سلنه ښځو بيا ويلي و چې یو واقعي نارينه بايد ښه بدن ولري، دوی په ځانګړي ډول ویلي و چې واقعي نارينه بايد ښه قوي عضلات ولري. ۵۹ سلنه ښځو بيا ويلي و چې ددوی د خوښې نارينه بايد ددوی سره د سودا اخيستلو لپاره يو ځای مارکېټ ته ولاړ شي.

پوره ۹۸ سلنه ښځو ویلي و چې واقعي نارينه بايد رحم دله وي، شفقت ولري او د چارو په سمبالښت کې د آرامۍ او حوصلې څخه کار واخلي. ۷۹ سلنه ښځو په دې ټينګار کړی و چې يو واقعي نارينه بايد شرافت او صداقت ولري.

په ټوله کې ډېری ښځې واقعي نارينه هغه نارينه ته وايي چې عقلي پختګي ولري د ماشوم په څېر په هرشي غوسه نشي په زړه کې شفقت ولري او د ژوند په چارو کې ددوی مرسته وکړي.د خپل اولاد په پالنه کې هڅه وکړي او خپل اولاد د بل چا محتاج نکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *