د ډېر زيات وخت لپاره کو.روالی نکول دغه څلور ځورونکي زيانونه لري، لومړی خو

ايا تراوسه مو فکر کړی دی چې کېدی شي د کور. والي نه کول خپل زيانونه هم ولري، هو، د کور. والي نکول داسې زيانونه هم رامنځته کولی شي چې کېدی شي تاسې یې تراوسه په هکله فکر هم نه وي کړی. په دې ليکنه کې به تاسې د کور. والي د نه کولو د زيانونو څخه خبر کړو. زموږ سره اوسئ.

د کور.‌والي نه کولو اړوند لومړۍ مسله داده چې ځينې خلک چې کله کور. والي د څه وخت لپاره ونکړي بيا یې نو ورو ورو همداسې د کور. والي غوښتلو شوق پسې کمېږي او پدې ډول یې شهو. ت کمېږي ځینې بيا ددې خلاف کله چې څه موده کور. والی ونکړي نو شهو.ت یې لا پسې زياتېږي خو دا د هرچا لپاره فرق کوي.

ددې چارې د‌ نه ترسره کولو یو زیان دادی چې دا ډول کس کوم چې په پرلپسې ډول کور. والي ته لاسرسی نلري نو بيا د همدې ډول شيانو په هکله ډېر زیات سوچ کوي تل یې د‌ مغز يوه برخه په همدې مسله باندې مصروفه وي، چې له کبله یې د انسان حافظه کمزورې کېږي او د تمرکز، توجو او پام راټولو قوت یې له منځه ځي.

په ځینې ښځو کې بيا دا ستونزه پيدا کېږي چې ددوی شرمګا ورځ تر بلې پسې خپل نم او نرم والی له لاسه ورکوي. کله چې دوی د زيات وخت لپاره کور. والی ونکړي نو ددوی شرمګا د وچېدو طرف ته ميل پيدا کوي ددې لپاره غوره ده چې پرته له ډیرې اوږدې مودې انتظار ګډه چاره ترسره کړي.

په سکاټلنډ کې ترسره شوې یوه څېړنه وايي کوم کسان چې کور. والي ته لاسرسی نلري زموږ په اصطلاح د زيات وخت لپاره مجرد ژوند کوي په‌ دوی کې د سترېس او ورخطايی کچه لوړه وي د وينې فشار یې لوړ او بې ثباته وي د رهبرۍ او مدیریت قوه یې کمه وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *