د ډاکټر د غلطۍ له وجې يې خپل جن. سي غړی له لاسه ورکړ اوس

د ګاوين بروکس په نامه یو برتانوی عسکر د خپل ژوند د ترټولو سخت حالت سره مخ شوی دی، هغه چې خپله ترخه ورځ د رسنیو سره شریکه کړې ده ويلي دي چې څه موده وړاندې یې پخپل جن. سي غړي کې ځينې غيرې نورمال حالات او نښې ليدلې وې.

له همدې کبله یې دری ځل ډاکټر ته مراجعه وکړه خو وايي په دې دريو وارو کې ډاکټر ورته ځینې درمل ورکړل چې دا مشکل دې حل کېږي تر دې چې د څلورم ځل لپاره یې يوه بل روغتون ته مراجعه وکړه او هغوی ورته وويل چې دده جن. سي غړی د سرطان په ناروغۍ اخته دی.

له همدې کبله دده د عمليات چارې پيل شوې او د جن. سي غړي يوه لويه برخه یې ورڅخه واخيستل شوه، دی وايي چې که چېرې په لومړيو وختونو کې ډاکټرانو دده سم تشخيص کړی وی نو د ډېر کوچني عمليات وروسته به روغ شوی و.

خو‌ اوس چې ډېر نا وخته شوی دی هم يې د جن. سي غړي لويه برخه له لاسه ورکړه او هم ډاکټرانو ورته ويلي دي چې يو کال عمر یې پاتې دی. نوموړی وايي چې د غلط تشخيص له وجې یې ټول ژوند برباد شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *