د څو نجونو سره د بابر اعظم اړيکه: يوې نجلۍ یې ويډيو خپره کړه

د پاکستان د کرکټ‌ د ملي ټيم د کپتان بابر اعظم اړوند یوه بله نادره خپره شوې ده، په داسې حال کې چې بابر په دې ډول مسايلو کې ډېره تياره تاریخچه لري تازه ورڅخه يوې نجلۍ بیا شکایت کړی دی او دده ځینې انځورونه او غږيز پيغامونه یې خپاره کړي دي.

د عايشه بابر په نامه یوې نجلۍ د بابر اعظم سره د خپلې اړیکې خبر ورکړی دی او ويلي یې دي چې بابر اعظم ورسره اړيکې درلودې خو دا خبره شوه چې بابر په یوه وخت کې د ډېرو نورو نجونو سره هم اړیکې لري.

د بل لوري په پاکستان ددې نجلۍ اعتراف خلک په دوه ډلو ویشلي دي یوه ډله وايي چې پخوا هم د بابر اعظم يوی پخوانۍ همصنفۍ په نوموړي سخت تورونه پورې کړي و چې يوه غټه ډرامه ورڅخه جوړه شوه او اوس هم بيا بابر په یو بل شرم لاس پورې کړی دی.

خو دوهمه ډله خلک بيا په دې عقيده دي چې دا ډول تورونه واقعيت نلري دا د بابر اعظم د بدنامۍ لپاره هڅې او کمپا.‌ين دی، دوی په ټويټر کې یو کمپاين پيل کړی دی کې وايي موږ د بابر اعظم سره درېږو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *