د ځيګر د لويېدو او التهاب څلور ښکاره نښې، پدې مرحله کې بيا تداوي نلري

ځيګر د انسان په بدن کې د لویو غړو له جملې څخه دی، قهويي يا پوخ ګلابي رنګ لري چې وزن یې د يوې نيمې کيلو نيولی تر يوې کيلو او اوه سوه ګرامه پورې رسېږي. ځيګر د نس په پورتنۍ برخه کې په ښي لور کې د صفرا د‌ کيسې د لاندې واقع دی.

د ځيګر دندې زیاتې دي، بدن ته راغلي خواړه په داسې شکل اړوي چې بدن یې وکارولی شي مثال نشاسته په ساده شکر بدلوي او د غوړو او شحمياتو د هضم لپاره صفرا توليدوي. ګټور ويټامين او مواد ذخیره کوي. ورسره په بدن کې موجود مضر مواد زهري مواد پاکوي.

کله چې یو کس ډېر زيات وزن ولري، يا د شکر په ناروغۍ اخته وي، يا هم ټوله ورځ خوراک کوي، يا شراب څښي نو دا ډول کسانو کې د ځیګر غوړېدل او لويېدل او ورپسې نورې ناروغۍ راپيدا کېږي.

د ځيګر د حجرو له غوړو ډکېدل ددې سبب کېږي چې ځيګر التهاب پيدا کړي او وروسته دا التهاب پسې زياتېږي ځيګر يو ډول زخمي کېږي خپل کار او دنده نشي ترسره کولی. د بدن څخه ژهري مواد نشئ استخراج کولی، ورو ورو پسې لويېږي او ان کيسه یې سرطان ته رسېږي.

د ځيګر ناروغي چې کله تر دې حده ورسېږي بيا یې نو درملنه ګرانه ده، د ځيګر د ناروغۍ نښې نښانې لکه يو ډول بې حاله کېدل ستړي کېدل، زيات خولې کېدل، د نفس ننګېدل، زيات بخار او نفس تنګي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *