د ځيګر د زخم او کوچني کېدو پينځه د خبردارۍ علايم او نښې نښانې

د ځيګر د زخم او کوچني کېدو پينځه د خبردارۍ علايم او نښې نښانې

په پرلپسې ډول د زياتو غوړو خوړو خوړل، حرکت نکول، زياتې غوښې خوړل، له حده زيات وزن او چاغي د شکر ناروغي ددې سبب کېږي چې د یو کس ځيګر له حده زیات غوړ شي او وروسته ورو ورو دا يو ډول التهاب پيدا کړي پسې زخمي شي کوچنی شي او بلاخره سرطان شي.

څېړونکي وايي چې مخکې له دې چې د ځيګر غوړېدل او التهاب يوې خطرناکې مرحلې ته ورسېږي څو علايم د انسان په بدن کې ښکاره کېږي. چې بايد په ليدو سره یې سم انسان ډاکټر ته مراجعه وکړي او تداوي پيل کړي.

د اشتها ختمېدل يا ډېر کمېدل، تل ځان ډېر ستړی او بې انرژي حس کول، د وزن او عضلاتو له لاسه ورکول، د لاس په ورغوي کې یو ډول سور رنګ داغونه يا ټکي يا نقطې پیدا کېدل، د ملا د پيل يانې د کوناټیو څخه پورته مو تر ملا پورې د شبکې په ډول د ګڼو کوچنيو رګونو ښکاره کېدل د ځيګر د ناروغۍ د خطرناکې مرحلې اولیه نښې او علايم دي.

پخپل بدن کې ددې ډول نښو او علايمو د ليدو سره سم ډاکټر ته مراجعه وکړی، کله مو چې د ناروغۍ تشخيص وشي د ناروغۍ سبب معلوم شي نو د درمنلې لپاره ګڼ انتخابونه وي ډاکټر کېدی شي ستاسې د ژوند په طرز کې د بدلون د خوړو په هکله ځینې سپارښتنې ځینې درمل درکړي او په ځينې حالاتو کې شايد د عمليات اړتیا وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *