د ځوان هلک لپاره یې خپل ۱۴ کلن مېړه پرېښود خو يوه شپه وروسته هلک ورته وویل
د اسټراليا په سیډني ښار کې اوسېدونکې امانډا ۱۴ کېږي چې واده کړي دی خو په دې وروستيو کې یې د خپل خاوند سره اړيکې پيکه شوې وې، د همدې اړیکو د ګرمېدو او رغېدو لپاره آغلې امانډا پلان ونیوه چې خپل خاوند د ځان سره په يوه چکر باندې بوزي، دې د چکر لپاره د استرالیا په غربي برخه کې یوه ښکلې سيمه انتخاب کړه او د خپل خاوند څخه هيله وکړه او چې دغه سيمې ته ورسره چکر ته ولاړ شي.
خاوند یې هم غوښتنه ومنله او دوی دواړه دې ځاي ته دچکر لپاره ولاړل ترڅو د یو بل سره يوازې وخت تېر کړي او ددې لپاره فرصت پيدا کړي ترڅو ددوی بې خونده شوې اړیکه بيا په خوند کړي او بيا یې ترمنځ د مینې اړيکه قوي شي خو په دې سفر کې داسې څه شول چې دوی دواړو یې په هکله مهم کړ هم نه و کړی.
دې مېرمنې اوس په یوه غږيزه مرکه کې ددې پېښې په هکله خبرې کړې دي او ټوله کيسه یې بيان کړې، دا وايي کله چې چکر ته ولاړل نو ددې په ځای چې د خپل خاوند سره اړیکې ښې کړي نو هلته په یوه نوی ځوان هلک مینه شوه او دې مينې داسې پرېکړو ته مجبوره کړه چې په ټول ژوند کې یې هم په هکله فکر نه و کړی.
وايي دا هلک یې ډېر زيات خوښ شو څو ورځې یې هلته ورسره وليدل او وروسته یې پرېکړه وکړه چې د خپل خاوند څخه په بشپړ ډول جلا شي او ددې هلک سره خپله اړيکه قوي کړي او هغه د خپل ځان ملګری جوړ کړي، همداسې یې وکړل د خپل خاوند څخه بېله شوه بېرته خپل کور ته سېډني ته راغله او د هلک سره یې خبرې پيل کړې.
دا زیاتوي چې کله سیډني ته راغله او هغه نوي هلک ته یې مسج وکړ چې دې د هغه لپاره خپل د ۱۴ کلونو مېړه پرېښی و نو دې هلک ورته وویل چې بيا ماته مسج مکوه ترټولو ښه ده چې نور زما سره اړیکه ونه نیسې او د خپل ژوند لاره زما څخه بېله کړې، دا وايي په دې خبرو یې د زړه دنیا ورانه شوه او د یوه هېڅ لپاره یې خپل پخوانی خاوند له لاسه ورکړ.