د ځان څخه د لوړ عمر لرونکې ښځې سره واده کول دغه څلور خوبۍ يا ګټې لري -

د ځان څخه د لوړ عمر لرونکې ښځې سره واده کول دغه څلور خوبۍ يا ګټې لري

په دنيا کې هر شی خپل ښه او بد يا منفي او مثبت اړخونه لري، داسې هېڅ شی به ونه موندل شي چې يوه ښېګڼه ونلري او دداسې شي پيدا کول به هم ډېر ګران کار وي چې هغه دې یو منفي اړخ ونلري، په ژوند کې د ډېرو خوښيو تر شا لوی غمونه انتظارکوي د ډېرو غمونو تر شا بيا خوښۍ په انتظار ولاړې وي.

د واده په اړوند هم چې کله خبره راځي نو دلته ځینې کسان خپل انتخاب متفاوت کوي ډېری خلک خو پدې هڅه کوي چې يوه داسې نجلۍ د ځان لپاره پیدا کړي چې عمر یې کم وي يا ډېره ځوانه وي، ځينې بيا ددې پروا نکوي او ددې بېلابېلو سببونو له کبله د خپل ځان څخه د زيات عمر لرونکې مېرمنې سره مخ واده کوي.

د ځان څخه د لوړ عمر لرونکې مېرمنې سره واده کول هم خپل مثبت او منفي اړخونه لري خو په دې مطلب کې یې صرف مثبتو ټکو ته اشاره کېږي.

د يو څه لوړ عمر لرونکې مېرمنې سره واده يوه خوبي دا لري چې دا ډول مېرمنې هوښیارې وي او عقلي پختګي لري، دوی خپل خاوند ښه درک کوي او په کور کې تاوتریخوالی ډېر کم وي يا هېڅ نه وي، په سخته ورځ کې سمدلاسه شکايت نکوي بلکې د خپل خاوند ملاتړ کوي او هغه ته ډاډ ورکوي، په ګډ ژوند کې هم حوصله لري او د خپل خاوند سره د کور. والي په برخه کې فعاله ونډه اخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *