د پښو سوځېدل او زيات ګرمېدل ددې پینځو ناروغيو نښه کېدی شي، د شپې له لوري
د پښو تود والی او دا تودوالی زیاتېدل پسې د پښو سوځېدل هغه څه دي چې ډېر خلک ورڅخه شکايت کوي، په ځینو کې دا مسله هومره جدي نه وي خو د ځينې بيا دومره جدي وي چې د ژوند چارې يې ورسره سمې پر مخ نشي بيولای.
عموماً د شپې له لوري د پښو د سوځېدو څخه زيات شکایت کېږي ددې ترڅنګ د ځینې کسانو د پښې يوه برخه کې ويده او بې حسه شي، د ځينې کسانو بيا پښې وپړسېږي، او يا هم درد پيل کړي، پښې یې يو ډول درنې وي.
ددې ستونزې سببونه د هر چا لپاره فرق کوي، د ځينې کسانو ددې ستونزې علت د پښتورګو ناروغي وي، د ځینو د ځيګر ناروغي وي، د ځينو د عصبي ريښو ناروغي وي، د ځينو د ويټامين بي ۱۲ کمښت وي، د ځينو بيا د تايرايډ د هورمون د کم توليد له کبله وي.
نو که چېرې تاسې ددا ډول مشکل سره مخ ياست پکار ده چې یوه متخصص ډاکټر ته مراجعه وکړی هغه خپل شکایت د ټولو جزياتو سره بيان کړی د ډاکټر ټولې پوښتنې دقیق ځواب کړی اړين معاینات چې ډاکټر یې درڅخه غواړي ترسره کړی د خپل تکليف سبب پيدا کړی او د سبب مطابق یې درملنه پيل کړی.