د پښتو فلمونو اداکاره: د مياشتې لس لکه روپۍ ګټم صرف دا کار کوم چې -

د پښتو فلمونو اداکاره: د مياشتې لس لکه روپۍ ګټم صرف دا کار کوم چې

د پښتو فلمونو يو ترټولو جنجالي څېره چې مطلق اکثریت کسان یې پېژني نيلم ګل ده، هغه په فلمونو کې کار کاوه خو دومره مشهوره نه وه، کله یې چې د خاوند سره جنجال شو او دې په فېسبوک کې هغه ويډيو ګانې خپرې کړې چې ښيي خاوند یې دا وهل. ې ده نو وروسته ددوی کورنۍ جنجال په ټولنيزو رسنيو کې ترېنډ شو او نوموړې له همدې لارې هم په ميليونونو خلکو وپېژندله.

اوس یې تازه مرکه کړې ده او ويلي یې دي چې د خپل پخواني خاوند څخه بشپړه خلاصه شوې ده او يو ازاد ژوند لري، نوموړې وايي چې د پخواني خاوند مراد څخه یې ډېر مخکې طلاق اخيستی دی او اوس بشپړ ازاد ژوند لري. ددې په خبره چې ژوند یې اوس ډېر ښه شوی دی او کار یې ډیر ښه روان دی.

دا زیاتوي چې اوس د مياشتې تر لسو لکو روپیو پورې ګټې او ډېر زیات پروګرامونه لري دوبۍ کې شوګانې لري نوي کال کې بحرين کې شو لري او ورسره په پاکستان کې هم ګڼې شو ګانې لري چې ددې څخه د مياشتې تر لسو لکو روپیو ګټي او خپل ژوند ورباندې په ډېر ښه ډول په مخ وړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *