د پښتورګو د خطرناکې ناروغۍ نښې؛ که دا پینځه نښې مو پخپل بدن کې وليدې سمدلاسه ډاکټر ته ولاړ شئ -

د پښتورګو د خطرناکې ناروغۍ نښې؛ که دا پینځه نښې مو پخپل بدن کې وليدې سمدلاسه ډاکټر ته ولاړ شئ

پښتورګي زموږ د بدن د حياتي غړو څخه دي که چېرې زموږ پښتورګي له کاره ولوېږي او خپل کار په سم ډول ترسره نشي کړی خو پايله يې سل سلنه مرګ ده، پرته له پښتورګو د انسان ژوندي پاتې کېدل امکان نلري.

له همدې کبله د پښتورګو روغتیا ته بايد ځانګړی پام شي او له هغه کارونو هغه خوړو څخه جدا پرهېز وشي چې د پښتورګو روغتیا ته زيان رسوي او په حقيقت کې انسان له مرګ سره مخ کوي.

د پښتورګو د ناروغۍ په مهال بدن ځينې نښې نښانې يي چې عبارت دي له؛ د متيازو د رنګ بدلېدل په متيازو کې وينه يا ډېرې ټینګې متيازې، سمدلاسه ستړي کېدل، د شپې له لوري زیات تشناب ته تلل، د متيازو کولو په مهال درد او سوزش، د پښو د تلو لاسونو پړسوب د وينې د فشار لوړېدل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *