د پيسو نړيوال صندوق د قرض په مقابل کې د پاکستان اتومي وسلې محدودول غواړي، پاکستان وايي
د پاکستان او پيسو د نړيوال صندوق ترمنځ د پور مذاکرات بې پايلې شوي دي، د پاکستان د ماليې وزیر پرون وويل چې پاکستان به د پيسو د نړيوال صندوق سره د اوږد منزل اتومي مزايلو په سر جوړجاړی ونکړي.
د پاکستان د ماليې وزير اسحاق ډار پرون په اسلام اباد کې يوې غونډې ته د وینا په مهال وويل چې يو غربي هېواد نه غواړي چې پاکستان اوږد منزله اتومي مزايل ولري، ده ددې هېواد نوم وانخيست خو ويې ویل چې هیڅوک حق نلري د پاکستان په اتومي مسايلو کې وړاندیز وکړي.
پاکستان اوس مهال د نېږدې دری زره کيلومتره هدف ویشتونکي اتومي مزايل لري.
د پيسو نړيوال صندوق پاکستان ته د ۱.۱۷ ميليارده ډالرو پور د ورکړې په مقابل کې ددې هېواد څخه غواړي چې ماليات زيات کړي، صادراتي کمپنيو او بنسټونو ته امتیازات لغوه کړي او انرژۍ د برخې په توکو کې قيمتونه نور هم زیات کړي.
د چين څخه د وروستي پور د ترلاسه کولو وروسته اوس د پاکستان په مرکزي بانک کې ۴.۳ ميليارده ډالر شتون لري چې دا به ددې هېواد د نېږدې ۲۵۰ میلیونه نفوس د اقتصادي چارو د مدیریت لپاره د ډېر وخت جوګه نشي.