د پرنجي بندول مو ستونی څیرې کوي باید سمدلاسه
پرنجی انسان ته په طبیعي او اتوماتیک ډول پیښیږي، چې د راتلو په صورت کې نشې کولای کنټرول یې کړي، خو کول یې بدن ته ګټه رسوي.
پرنجی ډیر طاقتور او زورور وي، چې که د کولو پر وخت انسان پوزه او خوله بنده کړي، تنفس د بهر پر ځای بدن ته داخلیږي، او په پوزه، ستونی، غوږونو او ماغزو یې سخت فشار راځي چې مرګونې هم ثابتیدلی شي.
په برطانیه کې ډاکټرانو یوه ناروغ – چې د پرنجي پر مهال یې مرۍ کلکه نیولې وه- د ستونې ایکسری کولو نه وروسته دا پایلې ترلاسه کړې.
د غوږ او ستونې ډاکټرانو په وینا کله چې انسان پرنجی کوي، ددې هوا په ۱۵۰ میله سرعت کې له خولې وځي چې د بندولو په صورت کې نورې ډېر ستونزې رامنځته کوي.
دغه ناروغ وایي: چې له پرنجي بندولو وروسته یې ناڅاپه احساس کړه چې په ستوني کې یې یو څه راپیدا شوي دي چې سخت درد یې ورته کاوه چې په خبرو کولو او خوړو تېرولو کې له ستونزې سره مخامخ کیده.
ډاکټرانو ددې سړي ایکسری وکړه او معلومه شوه دده ستونی څیرې شوی دی، چې بیا پرې د یوې اوونۍ لپاره خبرې او د ستونې لخوا خوراک بند شو او په روغتون کې له یوې اوونۍ بستر وروسته یې ستونی یو څه ښه شوی و.
ډاکټرانو زیاته کړه چې یو پرنجی دومره زورور وي چې په بدن کې تر دې اندازې ستونزې پیدا کوي لکه څومره چې د ټوپک ګولۍ لګیدو سره پیدا کیږي.
دوی زیاته کړه چې پرنجی د وایرس او میکروب په څیر له بدن څخه وځي خو که د بندیدو کوښښ یې وشي دغه وایروس او میکروب د بدن په ځانګړو برخو کې خپریږي، چې په ډیرېدو سره یې یو شمېر ستونزې حتی چې د مرګونې ناروغۍ لامل کیږي.
د ډاکټرانو په وینا د احتیاط لپاره پکار ده چې د پرنجي کولو پر وخت مو شاوخوا څوک نه وي او یا مو پوزه او خوله پر دسمال یا ټیشو پټه کړې وي چې د وایروس او میکروب خپریدو مخه یې ونېول شي.